د ټوليز امنيت تړون د سر منشي مرستيال والري سمرنيکوف يو ځل بيا د افغانستان او تاجيکستان ترمنځ د پولې د امنيت پر پياوړتيا ټينګار کړی دی. نوموړي دا موضوع د روسيې د سټراپيژيکو مطالعاتو په انسټيټيوت کې د «نړيوالې ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې» تر سرليک لاندې يوه نړيوال کنفرانس کې بيان کړې ده. د ټوليز امنيت تړون دغه چارواکي ټينګار کړی، چې د ترهګرۍ، نشه يي توکو د قاچاق او افراطيت پر وړاندې مبارزې لپاره جدي اقدامات شوي دي. هغه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د نړيوالې ټولنې د ګډ اقدام غوښتنه کړې ده. د تاجيکستان او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ترمنځ د پولې پياوړتيا د ټوليز امنيت تړون او د شانګهای همکاريو سازمان له لومړيتوبونو ده. تاجيکستان په ځلونو د افغانستان له پولو د بالقوه ګواښونو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.



