د برېتانیا ایسپکس پوهنتون افغان نابینا ځغاستونکي او لامبو زن ولي محمد نوري ته افتخاري ډکټورا ورکړه. دا خبر دغه پوهنتون په خپله فيسبوک پاڼه خپور کړی دی. ولي محمد نوري له دې امله خوښي وښوده ویې ویل، دا ډکټورا د ده د ټولو لاسته راوړونو تائیدي ده. ده وړاندې ویلي، سره له دې چې دی د برېټانیا د معلولینو د ځغاستې او لامبو په ملي ټیم کې دی، هڅونکې ویناوې کوي او د بشري مرستو په برخه کې هم فعال دی. ده د خپلو دې کارونو او فعالیتونو له امله مخکې ګڼې جایزې او مډالونه هم ګتلې دي. ولي محمد نوري دوه لسیزې مخکې کابل کې په یوې بمي چاودنه کې ټپي او نابینا شو.



