سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

له متحده عربي اماراتو د افغانانو پر اېستنې د بینیټ اندېښنه

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بینیټ، د هغو راپورونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې، چې وايي یو شمېر افغان وګړي ښايي ډېر ژر له متحده عربي اماراتو څخه واېستل شي. بینیټ، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت څارنه کوي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: “زه د هغو راپورونو له امله سخت اندېښمن یم، چې وایي له اماراتو څخه د یو شمېر له خطر سره مخ افغانانو د شړلو چمتووالی روان دی.” نوموړي له متحده عربي اماراتو غوښتي، چې دا پلانونه دې سملاسي ودروي. ځکه د ریچارډ بینیټ پر وینا “افغانستان خوندي نه دی، او هغه کسان چې په زور رستنېدو ته اړ کیږي، له جدي ځورونې او تاوتریخوالي سره مخ دي.” دا خبرداری له هغې ګډې اعلامیې وروسته خپور شوی، چې په کې بینیټ او د ملګرو ملتونو نورو ځانګړو راپور ورکوونکو د ایران او پاکستان له‌خوا د افغان وګړو د پرله پسې جبري شړلو غندنه کړې وه. په اعلامیه کې راغلي: “د ملګرو ملتونو کارپوهان له ایران او پاکستانه د افغان وګړو د جبري ستنولو لړۍ غندي.” هغوی ټینګار کړی، چې جبري ستنول باید سمدلاسه ودرول شي. د ملګرو ملتونو کارپوهانو پر ټولو حکومتونو غږ کړی، چې خپل نړیوال مکلفیتونه دې رعایت کړي او تر هغو چې په افغانستان کې د داوطلبانه، خوندي او باعزته ستنېدنې شرایط برابر شوي نه وي، افغان کډوالو او پناه‌غوښتونکو ته دې بشپړ تحفظ ورکړي.

- Advertisment -spot_img