سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د شپږیزې کرېکټ لیګ لومړۍ لوبه امو نهنګان لوبډلې وګټله

نن ورځ کابل کې د شپږيزه کرېکټ ليګ لسم پړاو سيالۍ پیل شوې، چې په دې لړ کې امو لوبډلې بست ته او مس عینک سپین‌غر ته ماتې ورکړه. په نننۍ ورځ کې د شپږیزه لیګ دوه سیالۍ ترسره شوې؛ لومړۍ لوبه د امو او بست لوبډلو ترمنځ او دویمه لوبه د مس عینک او سپین‌غر ترمنځ ترسره شوه. د لومړۍ لوبې په جریان کې، د بست لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۸ منډې جوړې کړې. امو لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۱۹م اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د شپږو ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه. دغه راز، دویمه لوبه د مس عینک او سپین‌غر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په دې سیالۍ کې سپین‌غر لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۱ منډې جوړې کړې.

- Advertisment -spot_img