امریکایي رسنیو د کالیفورنیا ایالت د «لاسانجلس» ښار د پولیسو پر یو روزنیز مرکز د چاودنې خبر ورکړی، چې له امله یې درې افسران وژل شوي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې دا چاودنه د بمونو د شنډولو یوې ډلې له لوري د چاودېدونکي توکو د لېږد پرمهال شوې ده. د لاسانجلس چارواکو رسنیو ته په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو د وژلشویو دا شمېر یې تائید کړی دی. تر اوسه د دې پېښې د لامل او نوعیت په اړه جزئیات نه دي ورکړي، خو پولیس په دې تړاو د هراړخیزو څېړنو د پیل خبره کړې ده. امریکا کې له دې مخکې دا ډول پېښې لږ راپور شوې، خو هلته د وسلهوالو بریدونو او نورو وژنو پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې دي. د ویلو ده، چې د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې قصدي بریدونه تر ډېره له ګڼېګوڼې په ډکو ځایونو، لکه ښوونځي، بازارونه، کلیسا او نورو کې کېږي، چې له امله یې وخت ناوخت لسګونه تنو ته مرګژوبله اوړي.



