په پاکستان کې د تېرې یوې شپې او ورځې د سختو بارانونو له امله لږ تر لږه ۵۴ تنه وژل شوي دي. په دې سره، د تېرو اوونیو د سېلابونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۷۸ ته رسېدلی دی. پاکستان د جولای له ۲۶مې راهیسې له سختو سېلابونو سره مخ دی، چې د خیبر پښتونخوا، پنجاب، سند او بلوچستان ایالتونو ته یې زیانونه اړولي دي. د پاکستان د طبیعي پېښو د مدیریت اداره (NDMA) خبرداری ورکړی، چې په راتلونکو ورځو کې به هم شدید بارانونه او سېلابونه دوام ومومي او له سیمهییزو چارواکو یې غوښتي، چې د خلکو د ژغورنې لپاره چمتو پاتې شي. له سیلانیانو هم غوښتنه شوې چې سېلاب ځپلو سیمو ته له تګ څخه ډډه وکړي، ځکه د ځمکې ښویېدو او د لویو لارو بندېدو احتمال لا هم شته.



