سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امریکا پاکستانۍ اورپکه ډله د ترهګرو لیست کې شامله کړې

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت، د ” مقاومت جبهې ” په نوم یوه پاکستانی ډله، د بهرنیو تروریستي سازمانونو په نوملړ کې شامل کړه. دې ډلې چې د لشکر طیبه له ملاتړه برخمنه ده، د هند تر واک لاندې کشمیر کې پر سيلانیانو د اپرېل میاشتې د برید مسئولیت پر غاړه اخیستی و. په دې برید کې چې د پهلګام په نوم یوه سيلاني سیمه کې شوی و، ۲۶ تنه وژل شوي وو، چې د هند او پاکستان ترمنځ د جګړې سبب شول. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې تېره شپه خپور شو، ویل شوي، چې د دې ډلې نوملړ ته شاملول د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د ملي امنیت د خوندیتوب، له تروریزم سره د مبارزې، او د پهلګام د برید د عدالت د تامین لپاره د ټرمپ د هڅو څرګندونه کوي.

- Advertisment -spot_img