سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سرپل کې طالبانو ۱۸ تنه په درو وهلي

د طالبانو د حکومت سترې محکمې خبر ورکړی، چې د سرپل ولایت په ګوسفند ولسوالۍ کې یې د پنځو ښځو په ګډون ۱۸ کسان په درو ووهل او علني سزا یې ورکړه. د یادې محمکې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان یې پرون د خلکو پر وړاندې له ۲۰ څخه تر ۳۵ درې وهلي. خبرپانه کاږي، چې دغه کسان له شپږو میاشتو څخه تر دوو کلونو په تنفیذي بند هم محکوم شوي دي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دغه کسان د قمار، زنا، وژنو او ټلیفوني اړیکو په تور په درو ووهل شول. دغه خبر داسي مهال ورکول کېږي چې، تېره یکشنبه هم د طالبانو سترې محکمې په بلخ ولایت کې د دوو کسانو له درو وهلو خبر ورکړی وو. د طالبانو له لوري د درو وهلو سزا کورني او نړیوال غبرګونونه لري، چې ډېری دا عمل غیر انساني، ظالمانه او له بشري حقونو سره په ټکر کې بولي. که څه هم طالبان دا سزا د اسلامي شریعت د تطبیق یوه برخه ګڼي، خو ډېری حقوق‌پوهان او دیني عالمان ټینګار کوي، چې دا ډول حدود یوازې هغه وخت روا دي، چې عادلانه او شفاف قضايي سیستم موجود وي. د بشري حقونو نړیوال سازمانونه دا ډول سزا د سپکاوي او فزیکي ځورونې یو ډول ګڼي او اندېښنه لري، چې دا عمل د عدلي بهیر له اصولو پرته تطبیقېږي، چې دا د عدالت له روحیې سره په ټکر کې دی.

- Advertisment -spot_img