په اوسني وخت کې چې کله موږ په مجازي ډول خبري کوو په خپلو پیغامونو کې د ایموجي سمبولونو په کارولو، کولی شو خپلو خبرو سره ژور مفهوم بیان کړو. په دې وروستیو کې د ایموجي کارول په نړیواله پدیده اوښتې، په ۲۰۱۵ م کال کې خپرو شویو څېړونو کې راغلي، چې هره ورځ د شپږ میلیارد څخه زیات ایموجیزونه د نړۍ د انلاین نفوس تر منځ ۹۰ سلنه تبادله شوي دی. دا اټکل هم کېدای شي، چې له نورو سره زموږ په ورځني خبرونو اترو کې یوازې له ۳۰ تر ۳۵ سلنه ټولنیز اړخونه په ژبه بیانېږي او پاتې نور ۷۰ سلنه یې په غیر لفظي اشارو او نښو لېږدول کېږي. ایموجي د احساساتو څرګندولو، د شیانو تشریح کولو او حتی د کلمو بدلولو سربېره د خبرو په ښکلي انداز څرګندولو کې هم غوره رول لوبولی شي. ځینې په دې اند دي، چې ایموجي لومړي ځل مصریانو اختراع کړ، ځکه هغوی د ۳۰۰۰ کالو لپاره له تصویري یا هیروګلیف Egyptian Hieroglyph تصویرونو په کارولو خپل مفاهیم نورو ته رسول. د یادولو ده چې ایموجي لومړی ځل په جاپان کې د ۱۹۹۰ لسیزې په وروستیو کې رامنځته او له هغه راهیسې په نړیواله پدیده بدل شوی دی.



