سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امنیت شورا د سوريې په اړه بیړنۍ غونډه کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا خبر ورکړی، چې ‘د څو غړو هېوادونو په غوښتنه’ نن پنجشنبې د سوریې پر خاوره د اسرائیلو وروستیو بریدونو په غبرګون کې بېړنۍ غونډه کوي. پاکستان، چې په روانه میاشت کې د امنیت شورا دوره‌یي مشري په غاړه لري، اعلان کړی، چې دا غونډه به په نیویارک کې په ځایي وخت درې بجې پیل شي. په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمي ماموریت ویاند ویلي، چې د غونډې موخه د دغو بریدونو بشري او امنیتي اغېزې او په سیمه کې د شخړو د لا زیاتیدو مخنیوی دی. ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې به د بېلابېلو هېوادونو‎ استازي د وروستیو تحولاتو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړي او د تاوتریخوالي کمولو او د ملکي وګړو د ساتنې لپاره به حل‌لارې وړاندې کړي. د ویلو ده چې اسرائیلو پرون د سوریې په پلازمېنه، دمشق کې د یاد هېواد دفاع وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې ځایونه په نښه کړل، چې له امله یې د درېیو تنو د وژل‌کېدو او ۳۴ نورو ټپي‌کېدو راپورونه ورکړل شوي وو. پر سوریې د اسرائیلو بریدونه د افغانستان په ګډون یو شمېر عرب هېوادونو او نړیوالې ټولنې په کلکه وغندل.

- Advertisment -spot_img