یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

روبیو؛ اسرائیل دې پر سوریه بریدونه ودروي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ويلي، د جنوبي سوریې په نښتو کې کموالی راغلی دی. دغه نښتې د تېرې اوونۍ راهیسې پیل شوي او د راپورونو له مخې تراوسه څه باندې درې سوه تنه په کې وژل شوي دي. روبیو پر خپله ایکس پاڼه پرون لیکلي ” موږ له ټولو ښکېلو خواوو سره خبرې کړي دي او د دغه وحشتناکه وضعیت د پای ته رسولو لپاره په ځانګړو اقداماتو مو هوکړه وکړه”. د سوریې په سویدا ولایت کې د دروزي او بدوي مذهبي فرقه ترمنځ نښتو زور اخيستی او اوس د سوریې حکومتي ځواکونه له دروزي وسله والو سره په نښته اوښتي دي. له سیمې د حکومتي ځواکونو په لاس د ملکیانو د اعدام راپورونه هم ورکړل شوي. بل پلو، اسراییلو پرون د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د دفاع وزارت په ګډون پر یو شمېر سیمو هوايي بریدونه کړي دي. د راپورونو له مخې، امریکا له اسراییلو غوښتي، چې پر سوریه خپلو بریدونو ته د پای ټکی کیږدي. روبیو ویلي، “پر دمشق د اسرائیلو بریدونو ته اندېښمن دی او ټینګار يې کړی، چې امریکا غواړي د ا جګړه پای ته ورسېږي”.

- Advertisment -spot_img