په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت ( یوناما) مشره وایي، د بودجې له کموالي سره سره افغانستان ته د ستنو شویو افغانانو لاسنیوي ته دوام ورکوي.
روزا اوتونبایوا ویلي د ملګرو ملتونو مسئولینو د کډوالو د جبري ستنولو د مخنیوي په پار د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له چارواکو سره هم څو غونډې کړې، چې دا یې د ښو پایلو په هیله ده.
نوموړې دا څرګندونې د طالبانو د رییس الوزراء له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په ارګ کې کړي او باختر اژانس راپور کړې دي.
یوناما پرون د هرات اسلام قلعه بندر ته د میرمن اوتونبایوا له سفر وروسته یوه خبرپاڼه کې ویلي، له ایرانه راستانه شوي کسان له رواني ستونزو او بې برخلیک څخه کړېږي.
د دوی په ټکو د ۲۰۲۵ م کال له پيله افغانستان ته یو اعشاریه درې میلیونه کډوال ستانه شوي، چې د راپورونو له مخې ډیری هغوی په زور ایستل شوي دي.
ملګري ملتونه وایي، د افغانستان له ګاونډیو باید د کډوالو غیر منظم ستنول پای ته ورسېږي او دغه بهیر باعزته، خوندي او داوطالبانه شي.



