د لامبو نړیوال فدراسیون خبر ورکړی، چې په ازادو اوبو کې د لامبو د نړیوالې اتلولۍ لوبې، چې دوه ځلې د اوبو د ککړتیا له امله ځنډول شوې وې، نن چهارشنبه سنګاپور کې ترسره کېږي.
د فرانس پریس د راپور له مخې، په سیمه کې د “سنتوزا” ټاپو له اوبو څخه اخیستل شوې نمونې ښيي، چې د اوبو کیفیت ښه شوی دی.
د ١٠ کیلو مترۍ لامبو دغه سیالۍ، چې ښځینه او نارینه لوبغاړي په کې ګډون کوي، په ځایي وخت له سهاره ماسپښین ته ځنډول شوې دي.
د اوبو کیفیت تېر کال د پاریس په المپیکي لوبو کې هم یوه ستونزمنه مسئله شوې وه.



