د اسرائیلو پوځ د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د دفاع وزارت پر ودانۍ هوايي برید کړی دی.
د دې وزارت پر ودانۍ څو ساعته مخکې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه شوي، چې مرګژوبله لري، خو جزئیات يې تر اوسه نه دي خپاره شوي.
دا بریدونه په داسې حال کې دي، چې د سوریې په سویدا ولایت کې د بدوي او دروزي مذهبي فرقو ترمنځ نښتې دوام لري او اسراییلو د دروزي په پلوۍ د سوریې پر حکومتي ځواکونو بمبار کړی دی.
د اسرائیلو د دفاع وزیر اسراییل کاتس څو ورځې وړاندې د دغو هوايي بریدونو خبرداری ورکړی و.
په سوریه کې تاوتریخوالي د بدوي او دروزي فرقه ترمنځ وروسته له هغې زیات شو، چې د سوریې د بشري حقونو د څار د یو سازمان په خبره دواړو خواوو ته په وروستیو نښتو کې سخته مرګژوبله واوښته.
تراوسه په دې نښتو کې د څه باندې ٢٥٠ تنو وژنه تائید شوې ده.
په دې وروستیو کې هغه وګړي چې په سوریه، لبنان، اسرائیلو او د جولان په لوړو کې ژوند کوي د خپل امنیت په اړه اندېښمن دي.
اسرائیلو خبرداری ورکړی که چېرته د سوریې حکومتي ځواکونه له دروزي وسله والو سره په نښته کې شاتګ ونه کړي د خپلو بریدونو لمن به پراخه کړي.



