اسرائیلي پوځ خبر ورکړی، چې نن سهشنبه له یمن څخه پر دوی د ډرون برید شوی دی.
د پوځ پر وینا، توغول شوی ډرون یې، په هوا کې ویشتلی او شنډ کړی. دغه ډرون د اسرائیلو سوېلي ښار اېلات ته نږدې ویشتل شوی دی.
یمن کې د حوثي ډله چې د یاد هېواد پر ډېری سیمو ولکه لري، وخت ناوخت پر اسرائیلو د ډرون او توغندیو بریدونه کوي.
له دې وړاندې له یمن څخه د اسرائیلو پر لوري ویشتل شوي ډېری توغندي یا شنډ شوي او یاهم خپل هدف ته نهدي رسېدلي.
یمن کې د حوثي ډله د فلسطین غزې اوسېدونکو په ملاتړ پر اسرائیلو او اسرائیلي کښتیو وخت ناوخت بریدونه کوي او ټينګار کوي، چې دا بریدونه به تر هغو روان وي څو چې اسرائیلو غزه کې جګړه نهوي درولې.



