پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغانستان کې د وچکالۍ په اړه اندېښنې مخ پر زياتېدو دي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (F.A.O) خبرداری ورکړی، چې وچکالۍ د افغانستان ۱۹ ولایتونه اغېزمن کړي دي.
د دغه سازمان د افغانستان څانګي نن پر خپله اېکس پاڼه دا اندېښنه څرګنده کړې ده.
یاد سازمان فاریاب یو له هغو ولایتونو یاد کړی، چې د وچکالۍ له امله سخت ځپل شوی؛ اوسېدونکي او کروندګر یې د اوبو او څړځایونو له کمښت سره مخ دي.
افغانستان کې د وچکالۍ په اړه اندېښنې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي.
د نظر خاوندان یې لامل د خلکو او د حکومت بې پروایي بولي.
په دې وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فعالانو هم پر خلکو غږ کړی، چې د اوبو په کارولو کې احتیاط وکړي؛ څو هېواد مو له وچکالۍ څخه وژغورل شي.
دغه خبر داسي مهال خپرېږي، چې له دې وړاندې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت هم ویلي وو، چې په کندهار، هرات، میدان وردګ، بامیان، کابل او مزارشریف ښارونو کې اوبه په بې ساري ډول ټیټې شوي دي.

- Advertisment -spot_img