پنجشنبه, مارچ 12, 2026
پنجشنبه, مارچ 12, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

له تاجيکستانه د افغانانو د جبري اېستلو په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د تاجيکستان له لوري د افغان کډوالو د احتمالي جبري ايستلو په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ځانګړي استازي عرفات جمال رسنیو ته ويلي، چې د دوی معلومات ښيي، د تاجيکستان حکومت افغان کډوالو ته د ايستلو ضرب‌الاجل ټاکلی؛ خو تر دې دمه یې کوم عملي اقدام نه دی کړی.
جمال زياته کړې، چې له طالبانو سره په همغږۍ، د ډيورنډ اغزن تار په اوږدو او د تګ راتګ له لویو لارو سره نېږدې، له راستنو شويو افغانانو سره د لومړنیو بشري مرستو رسولو ته ژمن دي.
دا اندېښنه داسې مهال ښودل کېږي، چې اوس هم هره ورځ زرګونه افغانان له پاکستان او ایرانه افغانستان ته راستنېږي.
اوچا تازه په افغانستان کې د راتلونکو کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې ده، چې د مرستو اړتیا په زیاتېدو ده او بودیجه کمه.

- Advertisment -spot_img