جمعه, جنوري 16, 2026
جمعه, جنوري 16, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

طالبانو له بانکي حسابونو د پيسو اېستلو کچه لوړه کړه

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک اعلان کړی، چې په يوې اوونۍ کې له بانکي حسابونو د نغدو پیسو د اېستلو کچه له ۱۵۰ زرو څخه ۳۵۰ زرو افغانیو ته لوړه شوې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک نن سه شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا پرېکړه یې د خلکو ورځنيو اړتیاوو ته په پام سره کړې ده.
څو ورځې وړاندې طالبانو د افغانیو له انفرادي حسابونو په میاشتني ډول د پيسو اېستلو کچه یو میلیون افغانیو ته لوړه کړې وه.
دا پرېکړه داسې مهال شوې، چې د طالبانو له واکمنېدو راهيسې د افغانستان بانکي نظام له سختو بندیزونو سره مخ دی.

- Advertisment -spot_img