ازبيکستان، افغانستان او پاکستان یو ځل بیا خپله ژمنه تازه کړې، چې د سیمه ییز اتصال د پیاوړتیا لپاره به د درېاړخیز ټرانسپورتي دهلېز له لارې همکاري زیاتوي، څو د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ سوداګري او ترانسپورټ نور هم پراخ شي.
د دغو دریو هېوادونو د ترانسپورټ چارواکي د یوې مجازي غونډې (ویډیوکنفرانس) له لارې سره راټول شول، څو د ازبيکستان–افغانستان–پاکستان ترانسپورټ دهلېز یا ترانس افغان د پرمختګ لپاره د ګډې کاري طرحې مسوده وارزوي او وروستۍ کړي.
دا غونډه د ازبيکستان د ولسمشر په غوښتنه ترسره شوه، چې له مخې یې باید د دغه هېواد د ترانسپورټ او لوژستیک سیستمونو پراختیا ته دوام ورکړل شي.
د «ترند» خبري آژانس د راپور له مخې، په دې غونډه کې خبرې پر هغو عملي ګامونو متمرکزې وې، چې د باروړونکو توکو د تګ راتګ د اسانتیا، د سوداګرۍ د خنډونو د له منځه وړلو او د سرحدي لوژستیک بهیر د ساده کولو لپاره اخیستل کېږي.
درې خواوو موافقه وکړه، چې د ګډې طرحې وروستۍ نسخه دې بشپړه شي او لازمې کورنۍ پروسې دې پیل شي، څو لاسلیک ته چمتو شي.
دا نوښت د سیمې د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي. دغه هڅه د هغې پخوانۍ درې اړخیزې هوکړې بشپړونه هم ده، چې د ترمذ–مزارشریف–کابل–پېښور د رېللارې د پروژې لپاره د ۲۰۲۱ په فبرورۍ کې لاسلیک شوې وه.
د دې رېللارې دهلېز اټکل شوی لګښت شاوخوا ۵ میلیارد ډالر دی او تمه ده چې په کال کې تر ۲۰ میلیونه ټنه مالونه انتقال کړي. د بشپړېدو په صورت کې به دا دهلېز اروپا، روسیه، منځنۍ آسیا، افغانستان، پاکستان، هند او جنوب ختیځه آسیا سره پر یوه مهمه ځمکنۍ سوداګریز لاره ونښلوي.
د درې هېوادونو چارواکي دغه دهلېز یوه بنیادي او تغییر راوړونکې زیربنایي پروژه ګڼي، چې نه یوازې د سیمې ترمنځ سوداګري به زیاته کړي، بلکې د جیوپولیتیکي اړیکو او اقتصادي یووالي لپاره به هم مهم فرصتونه رامنځته کړي، په تېره بیا په داسې یوه سیمه کې چې له دې وړاندې لږ نښلول شوې وه.



