د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ خبرداری ورکړی، چې که کرملین د ۵۰ ورځو په موده کې له اوکراین سره د اوربند توافق ته ونه رسېږي، نو امریکا به پر هغو هېوادونو سختې ګمرکي تعرفې ولګوي چې له روسیې سره سوداګري کوي.
ټرمپ دا څرګندونې د ناټو له سرمنشي مارک روټې سره په سپینه ماڼۍ کې د کتنې په ترڅ کې وکړې، او ویې ویل:«که تر ۵۰ ورځو پورې کومه موافقه لاسلیک نه شي، نو ډېرې سختې تعرفې به عملي کړو. زه له سوداګرۍ څخه د ډېرو چارو لپاره گټه پورته کوم، خو د جګړو د پای ته رسولو لپاره یې کارول بېساری اغېزمن دی.»
همدا راز، ټرمپ ژمنه وکړه چې میلیاردونه ډالر وسلې به کیف ته وسپاري. هغه وویل، د ناټو غړي هېوادونه به د امریکا جوړې وسلې، لکه د پاتریوټ هوايي دفاعي سیستمونه، وپېري او بیا به یې اوکراین ته وسپاري.
ټرمپ له مارک روټې سره تر لیدنې مخکې خبریالانو ته ویلي:«موږ به پاتریوټ ورکړو، ځکه دوی ورته واقعاً اړتیا لري. پوتین ډېر خلک حیران کړل. ښه خبرې کوي، خو د شپې ناوخته بمباري کوي.»
د ټرمپ دا څرګندونې په دریځ کې د روسیې په وړاندې د یوه ښکاره بدلون نښه ده. هغه مخکې ادعا کوله،چې له پوتین سره شخصي اړیکې لري او د سولې توافق کولی شي، خو اوس په ښکاره ډول کرملین تورنوي، چې د جګړې د پای ته رسولو په خبرو کې جدي نه دی.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ د پوتین خبرو ته په اشارې ویلي:«یوازې خبرې دي، خو وروسته یې توغندي کیف وهي او ۶۰ کسان وژل کېږي. دا باید ودرول شي.»
له دې وړاندې، د ټرمپ نژدې متحد، سناتور لیندسي ګراهام، ویلي وو چې د اوکراین جګړه یوې حساسې مرحلې ته رسېدلې او ټرمپ خپل ملاتړ له کیف سره یو ځل بیا څرګند کړی دی. هغه زیاته کړه:«په راتلونکو ورځو کې به اوکراین ته خورا ډېرې وسلې ولیږل شي. د پوتین تر ټولو ستره تېروتنه دا وه، چې هڅه یې وکړه ټرمپ تېر باسي. انتظار اوسئ؛ په نژدې ورځو او اوونیو کې به د خبرو مېز ته د پوتین د راوستلو لپاره ستر حرکت پیل شي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم ویلي و، ځینې وسلې چې اوکراین ورته اړتیا لري، دا مهال د ناټو له اروپایي متحدانو سره موجودې دي او کېدای شي ژر تر ژره اوکراین ته واستول شي، خو شرط دا دی چې اروپایي هېوادونه د هغو پر ځای له امریکا نورې وسلې وپيري.



