چهارشنبه, مارچ 18, 2026
چهارشنبه, مارچ 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

لومړی ځل نورستان کې یاقوت استخراج شول

په نورستان کې د یاقوت لومړنۍ یو کیلو ګرام ډبره استخراج شوه.
نورستان کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وایي، چې د لومړي ځل لپاره د دې ولایت د برګ‌مټال ولسوالۍ له پیشورک کانه یو کیلو ګرام یاقوت ډبره استخراج شوې ده.
نورستان کې د طالبانو د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاقوت دا ډبره په ولسوالۍ کې د داوطلبۍ له لارې پر ۱۰۰ زره افغانیو وپلورل شوه.
دغه راز  د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، نورستان کې پرون د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو داوطلبي ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې ۱۶۵ کیلوګرامه بیروج د ۱۲۰ میلیون افغانیو په بدل کې وپلورل شول.
یاد وزارت ویلي، چې په دغو پیسو کې د طالبانو ونډه ۱۲ سلنې وه.
نورستان کې لسګونه کانونو کې همدامهال کیندنې روانې دي، چې سلګونه کسان په کې په کار بوخت دي.
خو د دې برخې مسلکیان بیا نیوکه کوي، چې ډېری کانونه مسلکي نه کیندل کېږي او له همدې امله ډېری وخت قیمتي ډبرې له منځه ځي.
نورستان د نیمه قیمتي ډبرو ترڅنګ د بیروجو او زمرودو پراخ کانونه هم لري.

- Advertisment -spot_img