د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، اوکراین ته د پاټرویټ هوايي دفاعي سیسټم ورکوي، څو د روسیې د بریدونو پر وړاندې له خپلې فضا دفاع وکړي.
ټرمپ دا څرګندونې پرون ماښام په واشنګټن کې خبریالانو ته کړي دي.
هغه وړاندې ویلي، “امریکا د ناټو له لارې اوکراین ته دا دفاعي وسلې ورکوي او اوکراین به يې بیه پرې کوي”.
ټرمپ د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین هم سختې نیوکې وکړي او زیاته کړه چې “پوتین ښې خبرې کوي خو ماښام کې بیا پر خلکو بمبار کوي”.
بل پلو، د ناټو سرمنشي مارک روته واشنګټن ته تللی څو د اوکراین د جګړې په اړه له ولسمشر ټرمپ سره خبرې وکړي.
تمه ده روته نن او سبا د امریکا د کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون د ګانګرس له یو شمیر غړو سره هم وګوري.



