چهارشنبه, مارچ 11, 2026
چهارشنبه, مارچ 11, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امریکا ناټو ته بېلابېلې پرمختللې وسلې ورکوي

ټاکل شوې، د ناټو عمومي منشي مارک روتې روانه اوونۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډټرمپ سره په واشنګټن کې وګوري او د نوموړې د هغه اعلان په اړه خبرې وکړي، چې وايي امریکا غواړي خپلې وسلې پر ناټو وپلوري څو ناټو یې بیا اوکراین ته ورکړي.

روتې به نن او سبا په واشنګټن کې وي او په پام کې ده، چې له ټرمپ، د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو او دفاع وزیر پیت هیګسیت او همدا راز د امریکا د کانګرس له غړو سره وویني.
ټرمپ تېره شپه په واشنګټن ډي سي کې خبریالانو ته ویلي، چې دی به د ناټو له عمومي منشي سره وګوري او زیاته یې کړه ،چې امریکا به ناټو ته د پرمختللو وسلو بېلابېل ډولونه ورکړي او ناټو به یې سل په سلو کې بیه پرې کوي.
د ټرمپ یوه متحد جمهوریپال سناتور لیندسي ګراهام پرون ویلي، چې د اوکراین جګړه یوه نوي پړاو ته ننوځي ځکه د ده پر وینا داسې ښکاري، چې ټرمپ لېوالتیا ښودلې، چې له اوکراین سره مرسته وکړي څو د روسیې پرضد جګړه پرمخ بوځي.

- Advertisment -spot_img