شنبه, مارچ 14, 2026
شنبه, مارچ 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

دېويندر کمار د شپږیزې لیګ په اړه کابل ته راځي

د کرېکټ نامتو هندی مبصر او کمینټري‌ټر دېوندر کمار راپور ورکړی، چې شپږیزې لیګ کې د ګډون  په موخه خپل دویم کور افغانستان ته راځي.

‏دېوندر کمار تېره ورځ پر خپلې فیسبوک پاڼې په پښتو ژبې لیکلي: ” یو ځل بیا خپل دویم کور، ګران افغانستان ته روان یم. د شپږیزې خوند او د افغانانو مینه به له نږدې احساس کړم. “
د نوموړي دغه خبر له پراخ هرکلي سره مخ شوی، د عرفان ارین په نامه یوه افغان ورته نظر پرېښی او لیکلي یې دي: ” هر کله راشې ښاغلئ کمار ستا افغانیت او ستا ښکلي  اخلاص ددې باعث دی، چې په ټولو افغانانو ګران یې  پخير راشې.“
کمار تېر کال هم د قوشېتپې کانال جام او شپږیزې لیګ کې د ګډون  په موخه کابل ته راغلی و.
ډیوندر کمار تل له افغانستان سره د مینې او ملاتړ څرګندونه کړې او پر خواله رسنیو یې د دې هېواد کرېکټ ملي لوبډلې هڅونه او ملاتړ کړی دی.
نوموړي تل هڅه کړې، چې د افغان کرېکټ یادونه او ستاینه په هر ډګر وکړي او د همدې مینې له امله یې په افغانانو کې ځانګړی شهرت پیدا کړی دی.
د یادولو ده، چې د شپږیزې لسم پړاو سیالۍ به د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړو په ګډون د روانې جولای په ۱۹مه د کابل په ملي کرېکټ لوبغالو کې پیل شي.

- Advertisment -spot_img