سه شنبه, مارچ 10, 2026
سه شنبه, مارچ 10, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

غزه کې زرګونو اسراییلیانو د برمته شویو کسانو د خلاصون غوښتنه کړې

زرګونه اسرائیلیانو پرون په تل ابیب او نورو ښارونو کې مظاهرې وکړې او له دولته یې وغوښتل چې غزه کې د پاتې یرغمل شویو د خلاصون لپاره یوه معامله وکړي.

د جرمني خبري اژانس (ډي.پي.اې) د اسراییلي چارواکو په حواله لیکلي، لا هم پنځوس برمته شوي اسراییلیان په غزه کې پاتې دي او باور دادی، چې یوازې ۲۰ به یې ژوندي وي.
مظاهره چیان دا غوښتنه داسې مهال کوي، چې دا مهال په قطر کې د غزې د جګړې دواړه لوري د یوه دوه میاشتني اوربند پر شرایطو خبرې کوي.
د اوربند د خبرو یو شرط دادی، چې لږ تر لږه لس برمته شوي ژوندي اسراییلیان به خوشې کیږي او د څو نورو جسدونه به اسراییل ته سپارل کیږي.
پرون شنبه هم دوحه کې دغو خبرو دوام وکړ، خو د کوم پرمختګ څرک په کې نه لیدل کېده.

- Advertisment -spot_img