جمعه, مارچ 13, 2026
جمعه, مارچ 13, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د تېر کال په پرتله له پاکستان سره د افغانستان سوداګري زیاته شوې

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسئولینو خبر ورکړی، چې د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۹۸۹ ميلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې ده.
د یاد وزارت ویاند عبدالسلام جواد پرون رسنیو ته ویلي، چې په دغه راکړه ورکړه کې ۲۷ ميلیونه ډالر صادرات او ۷۱۲ ميلیونه ډالر واردات دي.
د نوموړي پر وینا، د افغانستان په صادراتو کې ممیز، پنبه، پیاز، د ډبرو سکاره، رومیان، مۍ او یو شمېر نور توکي شامل دي.
دغه راز په وارداتي توکو کې بوره، وریجې، د کارخونو خام مواد، طبي او نور مواد شامل دي.
له دې سره هممهاله د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسئولینو ویلي، که څه هم له دغه هېواد سره د غلام خان بندر تړل شوی؛ خو د سږ کال په سوداګرۍ کې د تېر کال په پرتله زیاتوالی راغلی دی.

- Advertisment -spot_img