چهارشنبه, مارچ 11, 2026
چهارشنبه, مارچ 11, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغانستان ته په ځینو وارداتي توکو ٢٠ سلنه تعرفه لوړېږي

د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال کندهار ولایت کې له یو شمیر سوداګرو سره په لیدنه کې ویلي، پر هغو وارداتي توکو به تعرفه لوړه شي، چې کورنی توليد یې تر ۲۰ سلنه یا زیات د هېواد د بازار اړتیا پوره کولای شي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت معین مولوي احمدالله زاهد کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې، د صنایعو او کانونو خونو له مسئولینو، مدیره پلاوي، ملي سوداګرو، پانګوالو او صنعت‌کارانو سره وکتل.
یاد وزارت لیکلي، د غونډې پر مهال ګډونوالو د صنعتي ځمکو د وېش، د اړینو خدماتو نشتوالی، پر خامو توکو د ترجیحي تعرفې لګولو اړتیا، له پاکستاني لوري سره د تازه مېوې د سوداګريزې هوکړې او د سوداګرۍ پر وړاندې د شته خنډونو په اړه خپلې اندېښنې، وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړې.
زاهد یادو اندېښنو ته په ځواب کې ویلي،چې د صنعتي پارکونو د ځمکو وېش به شفاف، عادلانه، او د اسلامي امارت د مشرتابه له لورې د تصویب شوي قانون پر بنسټ ترسره کېږي.
هغه دغه‌راز ویلي، پر هغو وارداتي توکو به تعرفه لوړه شي، چې کورنی توليد یې تر ۲۰ سلنې یا زیات د بازار اړتیا پوره کولای شي.
د ده په خبره، د تعرفو اړوند اسناد به له دې وروسته د الکترونیکي سیسټم له لارې، په شفاف، دقیق او چټک ډول طی مراحل کېږي او وزارت هڅه کوي، چې دا بهیر په نورو برخو کې هم پراخ کړي.
هغه دغه‌راز له پاکستان سره د ترجيحي تعرفو په اړه پانګوالو او ملي سوداګرو ته ډاډ ورکړی دی.
د یاد وزارت مرستیال له پانګوالو غوښتي څو له شته اقتصادي فرصتونو ګټه واخلي او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره رغنده ګامونه پورته کړي.

- Advertisment -spot_img