د غزې روغتیا وزارت چارواکو ويلي چې د اسراییلو بریدونو له امله د تېرې یوې شپې او ورځې پرمهال ۱۰۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۵۳۰ کسان ټپیان شوي دي.
د الجزیرې خبري شبکې راپور کې راغلي، چې په وژل شویو کې اووه کسان یې، مرسته ترلاسه کوونکي دي او ۵۷ نور مرسته ترلاسه کوونکي بیا ټپیان دي.
د وروستیو اوونیو پرمهال غزه کې ډېری هغه کسان په نښه شوي، چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره د غزې بشردوستانه مرستو وېش مرکې ته راټول شوي وو.
یاد مرکز چې د امریکا او اسرائیلو تر کنټرول لاندې فعالیت لري، د مې له اوومې راهیسې تر دې مهاله څه باندې ۷۷۳ کسان چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره دې مرکز ته ورغلي وو وژل شوي او ۵۱۰۱ کسان بیا ټپیان دي.
غزه کې د اسرائیلو بریدونو پیل راهیسې، تراوسه څه باندې ۵۷زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۱۴۰زره نور ټپیان دي.



