د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایلان ماسک خواشینی دی او خبرداری یې ورکړی چې له هغه سره به حکومتي تړونونه لغوه کړي.
د ولسمشر ټرمپ او د هغه د پخواني نږدې سلاکار او ټاکنیز ملګري ایلان ماسک تر منځ لانجه وروسته تر هغه توده شوه چې ماسک د مالیاتو او لګښتونو د کمښت پر لایحې نیوکې وکړې.
ماسک اندېښنه ښودلې چې دا لایحه به د امریکا د بودیجې کسر لا پسې زیات کړي.
ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي،چې له ماسکه ډېر ناهیلی دی.
«ما او ایلان ډېره ښه اړیکه درلوده. نه پوهېږم چې نوره به پاتې شه که نه»
ولسمشر ټرمپ همداراز په خپله ټولنیزه شبکه تروث کې لیکلي چې : « زموږ په بودیجه کې د میلیاردونو – میلیاردونو ډالرو پيسو د سپما له ټولو اسانه لار د ایلان د حکومتي سبسایډیو او تړونونه لغوه کول دي.»
ماسک د ښاغلي ټرمپ تر دې خبرداري وروسته په یوه بیان کې ویلي، چې سمدستي له تړونونو د سپېس ایکس شرکت د ډراګن فضايي بېړۍ د ایستلو چارې پیلوي.



