د افغان غېږ نيوونکو ۱۸ کسیزې لوبډلې د رستمي غېږ نيونې له ۱۸ کلونو کم عمره نړیوالو او اسیایي سیاليو کې یو د طلا او دوه ـ دوه د نقرې او برنزو مډالونه ګټلي دي.
له دغو سیالیو څخه د رستمي غېږ نيونې له ۱۸ کلونو کم عمره نړيوالو سیالیو کې محمد عمر عزیز په ۶۵ کیلو ګرامه وزن کې د روسي، ازبیکستاني، قرغزستاني او افغاني سیالانو په ماتولو سره د دغو سیالیو اتلولي وګټله او د طلا مډال ګټونکی شو او جاوېد کریمي په ورته وزن کې خپلو ازبیکستاني، ترکمنستاني او قرغزستاني سیالانو ته ماتې ورکړې؛ خو د خپل افغان سیال محمد عمر عزیز پر وړاندې یې ماتې وخوړه او د نقرې مډال یې وګاټه.
همدارنګه په اسیایي سیالیو کې محمد سخي زاده په ۷۷ کیلو ګرامه وزن کې ۳ پرله پسې سیالۍ وګټلې او د نقرې مډال ګټونکی شو او بلال رحماني او محمد منیر نبي زاده هر یو په ۷۱ او ۶۰ کیلو ګرامه وزن کې د برنزو مډالونه وګټل.
دغه سیالۍ د ۲۲ هېوادونو په ګډون د ازبیکستان په کوربتوب په نکوس ښار کې د روانې هجري میاشتې پر ۷مه پیل شوې وې او نن پای ته ورسېدې.



