یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پیت هیګسټ : چین د یوې واقعي جګړې لپاره چمتووالی نیسي

د امریکا د دفاع وزیر، پیت هیګسټ، د شانګری-لا امنیتي غونډې پر مهال سنګاپور کې د وينا پر مهال خبرداری ورکړی،چې د چین پوځ د ولسمشر شي جین‌پینګ په لارښوونه د ټایوان پر وړاندې احتمالي برید ته تر ۲۰۲۷ م کال پورې چمتو کېږي.
د CNN د راپور له مخې، هیګست ویلي چې چین په ډاډ سره د یوې “واقعي ماموریت” لپاره تمرین کوي او هڅه کوي د هند او ارام سمندرګي په سیمه کې د پوځي ځواک له لارې برلاسی ومومي.
هغه دا ګواښ “حقیقي او نږدې” بللی او د امریکا له آسیایي متحدینو یې غوښتي چې خپل پوځي لګښتونه لوړ کړي څو له دغه ګواښ سره مقابله وکړي.
هیګست د امریکا د ژمنتیا په یادولو سره، د هند او ارام سمندر سیمه “د لومړیتوب صحنه” یاده کړې او ویلي یې دي: “موږ دلته یو، او دلته پاتېږو.”
دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې چین پر ټایوان پوځي او سیاسي فشارونه زیات کړي او د دغه ټاپو شاوخوا پراخې پوځي مانورې کوي.
د رویټرز پر وینا، چین ټایوان د خپل قلمرو برخه ګڼي او ګواښ یې کړی،چې که اړتیا وي، د یووالي لپاره به له زور کار واخلي.
خو د ټایوان حکومت د چین دغه ادعا رد کړې او ټینګار کوي چې یوازې د ټایوان خلک د خپل برخلیک ټاکلو حق لري.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا وضعیت ممکن لویو شخړو ته لاره هواره کړي.

- Advertisment -spot_img