د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په ځینو سیمو کې د ایران لخوا د اټومي فعالیتونو د پیلېدو خبر ورکړی دی.
رویټرز خبري اژانس د اټومي انرژۍ نړیوالې له قوله راپور ورکړی،چې ایران د دې ادارې ادارې له همغږۍ پرته په ځینو سیمو کې خپلسري اټومي فعالیتونه پیل کړي دي.
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې یو وار بیا خبرداری ورکړی،چې که ایران دغه فعالیتونه ونه ځنډوي، د امریکا، جرمني او فرانسې په ګډون به ځینې هېوادونه تهران له اټومي مکلفیتونو سرغړوونکی هېواد ونوموي.
په راپور کې همدا راز ویل شوي،چې له همغږۍ پرته د ایران لخوا په درېیو سیمو کې اټومي فعالیتونه به د واشنګټن – تهران پر مذاکراتو هم منفي اغېز وکړي.
په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د دغه راپور په غبرګون کې ویلي،چې تهران په دې برخه کې د هر اقدام پر وړاندې مناسب ځواب ویلو ته چمتو دی.
ایراني چارواکو د دې نړیوالې ادارې راپور «سیاسي» او ناسم بللی دی.
دا په داسې حال کې ده،چې ایراني چارواکو تر دې مخکې هم ټینګار کړی و،چې «اټومي انرژي» د ایران د خلکو څرګند حق دی او په دې برخه کې یې د ځینو هېوادونو له ګواښونو د نهوېرېدلو خبره هم کړې وه.



