د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، باوري دی چې په غزه کې د اوربند لپاره د اسراییل او حماس ترمنځ هوکړه نږدې شوې ده.
نوموړی زیاتوي، چې ښايي ډېر ژر دغه اوربند اعلان شي.
امریکايي چارواکي د حماس لهخوا د هغه وړاندیز رسمي ځواب ته په تمه دي، چې د یوې سرچینې پر وینا، په غزه کې ۶۰ ورځنی اوربند په کې شامل دی.
د غزې د بشري وضعيت په تړاو د نړۍوالې ټولنې اندېښنې ډېرې شوې دي.
رویټرز خبري اژانس پرون ناوخته د ملګرو ملتونو په حواله په یو راپور کې ویلي، چې غزه د نویو بشرپاله مرستو سره سره، له ناورین سره مل ده.
په ورته مهال پرون د غزې په ملاتړ د افغانستان په ولایتونو کې هم لاریونونه ترسره شول.
په یادو لاریونونو کې په ننګرهار، بغلان، غور، سمنګانو، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، پنجشېر، خوست او نورو ولايتونو کې زرګونو کسانو د فلسطین پر وګړو د اسرائیلو روان بریدنه وغندل او د ژر تر ژره درېدو غوښته یې وکړه.



