د امریکا سترې محکمې د ډونالډ ټرمپ ادارې ته اجازه ورکړې، چې د وینزویلا، کیوبا، هایتي او نیکاراګوا د څه باندې ۵۳۲ زره کډوالو بشري حالت (پرول) لغوه کړي.
دا کډوال د جو بایډن د ولسمشرۍ پرمهال په قانوني ډول متحده ایالاتو ته د بشري ناقانونه ویزې (CHNV) په نوم د یو پروګرام له مخې ننوتي وو. د مشروط خوشيکېدو پروګرام دوی ته اجازه ورکړې،چې په لنډمهاله توګه په متحده ایالاتو کې استوګن شي او کار وکړي.
د امریکا د سترې محکمې دا ناڅاپي پرېکړه حکومت ته اجازه ورکوي چې د نیم میلیون څخه زیاتو کډوالو بشري حیثیت لغوه کړي، دوی به له متحده ایالاتو څخه د سمدستي اېستلو له ګواښ سره مخ کوي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی،چې دغو کډوالو ته به د خپلو چارو د تنظیم لپاره ۳۰ ورځې وخت ورکړل شي.
دا اقدام د امریکا په معاصر تاریخ کې د کډوالۍ د حیثیت د لغوه کولو له ټولو لویه هڅه بلل شوې او د کډوالو وکیلانو او د بشري حقونو فعالانو له خوا یې پراخې نیوکې شوې دي.
دوی دا پرېکړه غیر انساني او د بشري ارزښتونو خلاف ګڼي، ځکه چې ډېری دا کډوال له بحران ځپلو هېوادونو څخه تښتېدلي،چې بې ثباته سیاسي او اقتصادي شرایط لري.
د ټرمپ ادارې دا اقدام د خپلو سختو کډوالیو پالیسیو او د غیر قانوني کډوالو په پراخه کچه د شړلو په ټاکنیزو ژمنو سره سم توجیه کړی دی.
خو، د امریکا د سترې محکمې دوو لیبرال قاضیانو، کتانجي براون جیکسن او سونیا سوتومایور، د دې پرېکړې سره مخالفت وکړ او دا یې غیر عادلانه وبلله.
دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې قضیه لاهم په ټیټو محکمو کې روانه ده، خو د اوس لپاره، دا کډوال د نامعلوم راتلونکي او د ایستلو له ګواښ سره مخ دي.



