دوشنبه, جنوري 12, 2026
دوشنبه, جنوري 12, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ : غزه کې به ډېر ژر د اوربند پرېکړه وشي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، باوري دی چې په غزه کې د اوربند لپاره د اسراییل او حماس ترمنځ هوکړه نږدې شوې ده.

نوموړی زیاتوي، چې ښايي ډېر ژر دغه اوربند اعلان شي.

امریکايي چارواکي د حماس له‌خوا د هغه وړاندیز رسمي ځواب ته په تمه دي، چې د یوې سرچینې پر وینا، په غزه کې ۶۰ ورځنی اوربند په‌ کې شامل دی.

د غزې د بشري وضعيت په تړاو د نړۍوالې ټولنې اندېښنې ډېرې شوې دي.

رویټرز خبري اژانس پرون ناوخته د ملګرو ملتونو په حواله په یو راپور کې ویلي، چې غزه د نویو بشرپاله مرستو سره سره، له ناورین سره مل ده.

په ورته مهال پرون د غزې په ملاتړ د افغانستان په ولایتونو کې هم لاریونونه ترسره شول.

په یادو لاریونونو کې په ننګرهار، بغلان، غور، سمنګانو، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، پنجشېر، خوست او نورو ولايتونو کې زرګونو کسانو د فلسطین پر وګړو د اسرائیلو روان بریدنه وغندل او د ژر تر ژره درېدو غوښته یې وکړه.

- Advertisment -spot_img