د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، غزې ته د بشري مرستو له لېږد سره سره بیا هم هلته وضعیت له ټولو بد حالت ته رسېدلی.
دوجاریک د صهیونیستي رژیم له لوري د مرستو په پڅ لېږد او شته خنډونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، د زرګونو لاریو له ډلې تر اوسه یوازې ۲۰۰ لارۍ مرستې غزې ته دننه شوې دي.
له نړیوالو فشارونو وروسته، اسرائیلي اشغالګرو ۱۲ ورځې وړاندې په غزه باندې د ۱۱ اوونیزه کلابندي پای ته ورسوله او د بشري مرستو کم لېږد بېرته پیل شو.
سره له دې، نړیوالو بشري سازمانونو د غزې د لوږې او قحطۍ د زیاتېدونکي ګواښ په اړه خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی، چې فلسطینیان لا هم پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ م کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلونو له امله تر اوسه ۵۴ زره او ۳۲۱ فلسطینیان شهیدان، ۱۲۳ زره او ۷۷۰ نور ټپیان شوي او زرګونه نور د ویجاړو شویو سیمو تر خاورو لاندې پاتې دي.



