دوشنبه, مارچ 16, 2026
دوشنبه, مارچ 16, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

«مورنین» روباټ د موټرو نندارتونونو کې کار کوي

د چین «چری» شرکت د انسان په څېره ۲۲۰ روباټونه چې «مورنین» نومېږي، د خپلو استازو لپاره د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته لېږلي دي.

دغه روباټ د چری د کورني مصنوعي ځیرکتیا ټیم «AiMOGA» په مرسته جوړ شوی او دا مهال په ځینو نندارتونونو کې د موټرو د پلور مشاور په توګه کار کوي.

«مورنین» کولی شي مشتریانو ته ښه راغلاست ووایي، هغوی ته د څښاک شیان وړاندې کړي او د موټر ازموینې لپاره وخت اخیستلو کې مرسته وکړي.

دا روباټ په مالیزیا کې هم د ازمایښتي ډول په توګه د کوالالامپور په یوه موټر پلورنځي کې کارول شوی.

د دې روباټ لوړوالی ۱.۶۷ متره او وزن یې ۶۵ کیلوګرامه دی. «مورنین» په یوه ثانیه کې یو متر حرکت کولی شي او د درېیو بعدونو لارښود سیسټم، پانورامیک کمرې او د طبیعي ژبې د درک وړتیا لري.

دا روباټ کولی شي په لسو ژبو سره، له ۹۵ سلنه دقت سره ځواب ورکړي او د مصنوعي ځیرکتیا دوه پروسسورونه لري. د هر روباټ بیه شاوخوا ۳۰۰ زره مالیزي رینګت (نږدې ۶۵ زره امریکایي ډالر) ښودل شوې.

چری شرکت دا روباټ د «هوښیارې ستراتیژۍ» په نندارتون کې د ۲۰۲۵ کال د مارچ په میاشت کې لومړی ځل معرفي کړ او غواړي چې په راتلونکي کې یې په عامه ځایونو او کورونو کې هم وکاروي.

- Advertisment -spot_img