دوشنبه, مارچ 16, 2026
دوشنبه, مارچ 16, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

لغمان کې د تندر غورځېدو له امله درېیو تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

لغمان کې طالب چارواکو خبر ورکړی، چې د یاد ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د تندر غورځېدو په پېښه کې یو تنکی ځوان مړ او دوه تنه ټپيان شوي دي.

د یاد ولایت طبیعي پېښو ته د رسېدنې ریاست مسئولینو ویلي چې دا پېښه تېر ماښام د مهترلام ښار په «زیارت» سیمه کې رامنځته شوې او دریو تنو ته په کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په ټپیانو کې یوه نجلۍ هم شامله ده او د یو کس روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

له دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د تندر غورځېدو  له امله لسګونو هېوادوالو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

څو ورځې مخکې په پکتیا کې ورته پېښې د یو ځوان ژوند بایللی و. په هېواد کې د دغو پېښو ډېری قربانیان د تالندې برېښنا پرمهال په غرونو کې د مالونو پر څړ یا کار کولو لګیا وي.

د معلوماتو له مخې چې هر کال په نړۍ کې نږدې ۲۴ زره انسانان د تندر وهلو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو د کارپوهانو پر وینا د بېلابېلو دلایلو له مخې تندر د انسانانو په پرتله څاروي ډېر ځپي.

- Advertisment -spot_img