امریکا د طلايي ګُنبد په نوم د توغندیو ضد داسې دفاعي سیسټم په پلې کېدو کار کوي،چې له مخې یې، د امریکا په ګډون د نورو هېوادونو له خاورې هم دفاع وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په ۲۵م سپینه ماڼۍ کې ویلي، چې حکومت یې د خپلې خاورې دفاع لپاره یو داسې پیاوړی دفاعي سیسټم جوړېدو په لټه کې دی، چې شاوخوا ۱۷۵ میلیارده ډالره لګښت به پرې راشي.
رسنۍ وايي، د دفاعي سیسټم دغه پروژه، چې د اسرائیلو د دفاعي سیسټم ۴۵۰ برابره لویه طرحه شوې پر مټ به یې د کاناډا په ګډون د امریکا ټوله خاوره تر پوښښ لاندې راشي.
ټرمپ هغه مهال ویلي و، چې دغه دفاعي سیسټم پروژه به درې کلونو کې سرته ورسېږي او پر مټ به یې د امریکا خاورې او ځینې نورو هېوادونو پر وړاندې د پرمختللو توغندیو مخنیوی وشي.
رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله ويلي، امریکا به د دې طرحې د عملي کېدو لپاره زرګونه څارونکې سپوږمکۍ په نړۍ کې نصب کړي،تر دې دمه د دې پروژې عملي چارې نه دي پیل شوې خو روسیې، چین او شمالي کوریا ورته توند غبرګونونه ښودلي.
یاده دې وي، که څه هم د دغې پروژې لومړنی لګښت ۱۷۵ میلیارده ډالره ټاکل شوی خو اړونده برخه کې بیا د چارو کارپوهان وايي، ممکن تر ۵۰۰ میلیارده ډالرو پورې لګښت پرې راشي.



