الجزیرې نن سې شنبې د کډوالو په چارو کې د ملګرو د عالي کمېشنرۍ په حواله راپور ورکړی،چې په اپرېل مياشت کې له ايران او پاکستانه ۲۸۰ زره افغان کډوال اېستل شوي، چې امله يې په افغانستان کې ورځ تر بلې پراخېدونکی ناورین د رامنځته کېدو په حال کې دی.
د راپور له مخې، راستنېدونکو خپلې ټولې شتمنۍ له لاسه ورکړې او اوس له یو ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي.
په راپور کې راغلي چې ایران او پاکستان له کلونو راهیسې د ۵.۲۵ میلیون افغان کډوالو کوربتوب کړی، خو په وروستیو میاشتو کې دواړه هېوادونه له خپلو اقتصادي ناورینونو سره مخ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده،چې راستنېدونکي په افغانستان کې له جدي امنیتي خطرونو او د خپلو حقونو له سرغړونو سره مخ دي.
راپور زیاته کړې: «قومي او مذهبي لږکۍ، د بشري حقونو فعالین او خبریالان هم د بېرته راستنېدو پرمهال له زیاتو ګواښونو سره مخ دي.»
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ اعلان کړی،چې د سرپناه، نغدي مرستو، روغتیایي خدمتونو او خوړو په برخو کې له راستنېدونکو سره د مرستې لپاره ۶۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.



