د افغانستان د فوټبال فدراسیون خبر ورکړی، چې ایټالیایي «وینچنزو البرتو انزه» د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د مشر روزنکي په توګه ټاکل شوی دی.
ياد فدراسیون نن پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، ټاکل شوې دغه روزونکی به د سوریې پر وړاندې لوبه کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې سره یو ځای شي،چې د ۲۰۲۵ م کال د جون په لسمه به د اسیا جام په غوراوي سیالیو کې ترسره شي.
د فوټبال فدراسیون ویلي، ۴۰ کلن وینچنزو البرتو انزه د ایټالیا اوسېدونکی دی او د بیلیز او ټایلنډ د ملي لوبډلو روزونکي په توګه یې دنده ترسره کړې ده.
نوموړي، په اندونیزیا، فلسطین، ګانا، لیتوانیا، کوسوو، بیلاروس او هند کې د کلپونو په کچه هم د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.
د یادونې ده، له دې مخکې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکی یو ازبيکستانی و.



