سه شنبه, دسمبر 9, 2025
سه شنبه, دسمبر 9, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغان مېرمنې د ټيکنالوژۍ په برخه کې د زړورتیا جایزه ګټلې

د افغان نجونو د روباټيک ډلې یوې بنسټ اېښودونکې رویا محبوب د ساینس، ټيکنالوژۍ، انجنیرۍ او ریاضیاتو (STEM) په برخه کې په نیوجرسي کې د لیبرتي مرکز د زړورتیا جایزه ګټلې ده.

رویا محبوب په خواله شبکې اېکس کې د دغه خبر پخلی کړی او له لیبرتي علمي مرکزه یې مننه کړې ده.

نوموړې زیاته کړې: «دا جایزه یوازې ما پورې اړوند نه ده. دا د هرې هغې نجلۍ ده چې د تپل شویو محدودیتونو سربېره د زده‌کړو زړورتیا لري، د هر هغې ډلې لپاره چې په ډېرو کمو امکاناتو وتوانېدل چې روباټ جوړ کړي او د هر هغې نجلۍ لپاره چې ځان د شرایطو قرباني نه؛ بلکې د راتلونکې متخصصه، انجنیره یا نوښتګره ګوري.»

د یادونې ده چې لیبرتي علمي مرکز د غويي پر ۳۱مه د «جنیوس ګالا» په نوم د دیارلسم کلني مراسمو د جوړېدو خبر ورکړی و.

په دې مراسمو کې په بېلابېلو برخو کې د څلورو مخکښو څېرو ستاینه وشوه.

رویا محبوب په ۲۰۱۳ م کال کې د ټایم مجلۍ له خوا په نړیواله کچه د ۱۰۰ غوره څېرو په کتار کې راغلې وه.

- Advertisment -spot_img