جمعه, مارچ 13, 2026
جمعه, مارچ 13, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هند یو ځل بیا د افغانانو لپاره د وېزو ورکړه پیل کړې

هند یو ځل بیا افغان اتباعو ته د بېلابېلو ویزو د ورکولو بهیر پیل کړی، چې په کې سوداګرو او هنرمندانو ته هم ویزې شاملې دي.

دا اعلان د هند د حکومت یوې رسمي ویبپاڼې پرون خپور کړ او ویې ویل، دا اقدام له پنځو کلونو وروسته شوی دی.

هند د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته افغانانو ته د ویزو ورکړه ودروله او خپلې کونسلګرۍ او سفارت یې بند کړل.

سره له دې چې د هند حکومت تر اوسه افغانانو ته د ویزو د بیا پیل په اړه رسمي اعلان نه دی کړی، خو د حکومت یوې سرچینې هندو ورځپاڼې ته ویلي چې د اپرېل په وروستۍ اوونۍ کې د افغانانو لپاره د نوې آنلاین ویزې ماډیول فعال شوی دی.

په دې لړ کې هغه هنرمندان، فرهنګي شخصیتونه، اکادمیک کسان او مسلکي خلک چې د پېژندل شویو بنسټونو له خوا د لنډ مهالو فرهنګي فعالیتونو لپاره هند ته راځي بې له امتیاز یا معاوضې کولی شي د “ننوتو ویزې” لپاره غوښتنه وکړي.

همداراز، هغه ماشومان چې له پخوانیو واده شویو افغان والدینو څخه دي او اوس د هند له یوه وګړي، یا د هند د اصل شخص، یا OCI کارت لرونکي سره واده شوی وي، هم کولی شي د ننوتو ویزه ترلاسه کړي.

- Advertisment -spot_img