دوشنبه, مارچ 16, 2026
دوشنبه, مارچ 16, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

غزه کې ۷۰ زره ماشومان خوارځواکه شوي

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی،چې غزه کې تر ۷۰ زره زیات ماشومان د خوارځواکۍ له سختې کچې سره مخامخ دي.

دې سره، غزه کې تازه یو څلور کلن ماشوم د خوړو کمښت له امله مړ شوی.

د دغه ماشوم په مړه کېدو سره، دې وروستیو پنځو ورځو کې غزه کې د لوږې له امله د مړو شويو کسانو شمېر ٣٠ ته ورسېده.

الجزیرې شبکې راپور ورکړی چې د مارچ له دویمې راهیسې غزه کې د لوږې او قحطۍ له امله ٣٢٦ کسانو ژوند بایللی دی.

دا داسې مهال دی چې اسرائیلو له تېرې چهارشنبې راهیسې په بشري مرستو بار یوازې ١٠٠ لاریو ته، غزې ته د ننوتو اجازه ورکړې.

د چارواکو پر وینا، دغه بشري مرستې د غزې د دوه میلیون خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولی.

ورته وخت کې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې اسراییلي ځواکونو غزه کې د يوې ډاکترې په کور هوايي بريد کړی چې د هغې نهه ماشومان په کې وژل شوي دي.

دغه مېرمن د غزې خان يونس ښار په یوه روغتون کې کار کوي او وايي، يوازې يو زوی او مېړه يې چې دواړه ټپيان دی ژوندي پاتې شوي دي.

- Advertisment -spot_img