د اسلامي نړۍ تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان اعلان کړی، چې د ازبيکستان سمرقند تاریخي ښار په ۲۰۲۵ م کال کې د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمېنې په توګه غوره شوی دی.
اسیسکو پرون یوه رسمي اعلامیه خپره کړې او اعلان یې کړی، چې د دې ټاکنو اړوند جشنونه به راتلونکې سېشنبه پیل شي او تر ۲۰۲۵ پورې به دوام وکړي.
په ۲۰۲۵ کال کې د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمېنې په توګه د سمرقند غوره کول به د نړۍ پام د ښار تاریخي، کلتوري او علمي میراث ته را واړوي او د اسلامي هېوادونو ترمنځ به د کلتوري تبادلې لپاره فرصت برابر کړي.
د اسیسکو عمومي ریس سلیم بن محمد المالک په اسلامي تمدن کې د سمرقند ځانګړي کلتوري ځای ته اشاره کړې او ویلي: “په دې کلني جشن کې د پروګرامونو، فعالیتونو او نوښتونو پراخه لړۍ شامله ده چې د ازبيک کلتوري ادارو سره په نږدې همکارۍ کې به ترسره شي.”
هغه زیاته کړه، اسيسکو ژمن دی چې دا پروګرام په داسې ډول ترسره کړي چې د سمرقند د وقار او تاریخي حیثیت سره سم وي.
سمرقند د ازبيکستان دریم لوی ښار او د هېواد د سمرقند ولایت پلازمېنه ده.
دا ښار د نړۍ یو له پخوانیو ښارونو څخه ګڼل کېږي،چې څه باندې ۲۸۰۰ کاله مخینه لري.
دا ښار د سغدیان ایالت مرکز و.
سمرقند د دوو زرو کلونو څخه زیات وخت لپاره د ورېښمو په لویه لاره کې د چین او اروپا ترمنځ یو مهم ټکی و.



