په یو شمېر هېوادونو کې د پولیو د پراخېدو پر دوام، د روغتیا نړیوال سازمان چارواکي وایي،چې د ۲۰۲۶ م کال لپاره به د دې وایروس د له منځهوړلو پروګرام بودیجه ۴۰ سلنه کمه شي.
دا خبره په ختیځه مدیترانه کې د روغتیا نړیوال سازمان سیمهییزې مشرې «حنان بلخي» کړې او په یو شمېر هېوادونو کې یې د پولیو پر تازه پېښو اندېښنه ښودلې ده.
بلخي ویلي چې په ۲۰۲۴ کې افغانستان او پاکستان له پولیو څخه نږدې پاک شوي هېوادونه وو، خو پر وینا یې چې په وروستیو کې د پولیو د پېښو زیاتېدل د اندېښنې وړ دي.
د روغتیا نړیوال سازمان سیمهییزې چارواکې د غزې په ګډون، سوډان، یمن او سومالیا هغه هېوادونه بللي،چې د پولیو وایروس پراخېدو په کې وضعیت ترینګلی کړی دی.
په ورته وخت کې ځینو روغتیايي کارپوهانو په دې برخه کې د راتلونکي کال لپاره د بودیجې کمښت د اندېښنې وړ بللې او ټینګار یې کړی،چې د پولیو د له منځهوړلو پروګرام باید په سیمهییزه کچه خپل فعالیتونه لا پراخ کړي.



