چهارشنبه, مارچ 11, 2026
چهارشنبه, مارچ 11, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ پر اروپا د ۵۰ سلنې تعرفې لګولو ګواښ کړی

د امریکا ولسمشر ګواښ کړی، که اپل شرکت خپل آیفون موبایلونه په متحدو ایالتونو کې تولید نه کړي، نو پر ټولو اروپایي وارداتي توکو به ۵۰ سلنه مالیه او پر آیفون موبایلونو ۲۵ سلنه تعرفه ولګول شي.

ډونالډ ټرمپ پرون، په خپله ټولنیزه شبکه «تروت سوشیال» کې د اروپایي ټولنې په اړه لیکلي: «زموږ خبرې له هغوی سره هېڅ ځای ته نه رسیږي! نو ځکه زه د اروپایي ټولنې لپاره د ۵۰ سلنې مستقیمې تعرفې وړاندیز کوم چې د روان کال د جون له لومړۍ څخه به عملي شي. پر هغه محصول به هېڅ تعرفه نه وي چې په امریکا کې تولید شي.»

تمه ده چې دغه درنه تعرفه به د اروپایي هیوادونو پر مډرنو توکو، درملو او نورو تولیداتو ولګول شي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د پولنډ د سوداګرۍ وزیر، میخایل بارانوفسکي، د ټرمپ دا ګواښ د دواړو لورو ترمنځ د روانو چنو وهلو یوه برخه بللې او ټینګار یې کړی،چې د اروپایي ټولنې او امریکا ترمنځ د خبرو لپاره تر جولای میاشتې پورې وخت شته.

د امریکا ولسمشر همدا راز اپل شرکت ته خبرداری ورکړی، که چېرې آیفون موبایلونه په متحدو ایالتونو کې جوړ نه شي، نو پر هغوی به ۲۵ سلنه تعرفه وضع شي.

- Advertisment -spot_img