له کله چې روسیې پر اوکراین پراخ یرغل پیل کړی، ټاکل شوې،چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اسیرانو له ټولو لویه تبادله ترسره شي.
په پام کې ده چې دواړه هیوادونه نن او سبا سلګونه سرتېري او ولسي وګړي سره تبادله کړي.
د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلینسکي، په ټیلیګرام کې لیکلي: «موږ خپل خلک کور ته راولو. د ۱۰۰۰-په-۱۰۰۰ تبادلې د هوکړې لومړۍ برخه عملي شوه.»
زیلینسکي ویلي چې د دواړو خواوو له لوري ۳۹۰ تنه تبادله شوي، او دا تبادله تمه ده د مې په ۲۴مه او ۲۵مه هم ادامه ولري. روسي او اوکرایني چارواکو ویلي چې په دې کې ۲۷۰ سرتېري او ۱۲۰ ولسي وګړي شامل دي.
تبادله له بیلاروس سره د اوکراین په پوله کې وشوه. بیلاروس، چې د روسیې متحد هېواد دی، له یرغل سره خواخوږي ښودلې خو خپل سرتېري یې جګړې ته نه دي لېږلي.
د اوکراین د اسیرانو د چارو همغږوونکې ادارې په ټیلیګرام کې ویلي چې د ۳۹۰ اوکراینيانو په ډله کې درې ښځې هم وې.
د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د اوکراین له لوري خوشي شوي ۱۲۰ ولسي کسان د کورسک ولایت اوسېدونکي دي؛ هغه سیمه چې په تېر اګست کې له ناڅاپي برید وروسته د اوکرایني ځواکونو تر ولکې لاندې راغله.
د اوکراین یوې ادارې، چې په تبادله کې شامله وه، ویلي چې له اوکراینه روسیې ته لېږل شوي ۷۰ تنه هغه اوکراینیان وو چې د خیانت، ترهګرۍ یا له دښمن سره د همکارۍ په جرمونو محکوم شوي وو او په خپله یې غوښتنه کړې وه،چې روسیې ته واستول شي.
د دواړو خواوو تر منځ د ۱۰۰۰ تنو تبادله به تر دې دمه له ټولو لویه تبادله وي چې د پراخ یرغل له پیل راهیسې ترسره کېږي.
پخوا ترسره شوې تبادلې د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې کوم عملي پرمختګ نه دی راوستی.
روسیې د اوکراین، امریکا او اروپایي هېوادونو له خوا د ۳۰ ورځني اوربند غوښتنه رد کړې او تر اوسه له استانبول وروسته کومې نوې غونډې ته نېټه نه ده ټاکل شوې.



