پرون د مې ۲۱ د فرهنګي تنوع یا رنګارنګۍ نړیواله ورځ ده.
دا ورځ په ۲۰۲۱ م کال کې د یونسکو له خوا د فرهنګي تنوع د نړیوالې اعلامیې له تصویب ورسته په ۲۰۲۲ م کال د ملګرو ملتونو د عمومي اسلمبې له خوا ونومول شوه.
داچې په افغانستان کې څو لسیزو سیاستونو د خلکو تر منځ کرښې اېستلي او فرهنګي تنوع یې تر یو بریده اغېزمنه کړې خو یو شمېر فرهنګي بنسټونو، افغان لیکوالانو او کره کتونکو هڅه کړې،چې په ادبي حوزه کې د ژباړې او څېړنې په وسیله په دې برخه کې رغوونکي ګامونه پورته کړي.
که څه هم په افغانستان کې د دریمو ژبو له ادبیاتو او یا هم له رسمي ژبو دې ژبو ته د ژباړې په برخه کم کار شوی،خو له دري ژبې پښتو او برعکس له پښتو دري ژبې ته ګڼو لیکوالانو ژباړې کړې دي.
د بېلابېلو ژبو له ادبیاتو ژباړې او پرې څېړنې لوستونکو ته دا امکان برابروي،چې یو د بل له فرهنګي ارزښتونو، نېږدېوالي او توپیرونو، ژبنیو جوړوښتونو او لیکنیزو سبکونو خبر شي او په ترڅ کې یې نېږدیوالی او متقابل درک رامنځته شي،چې په ټوله کې د فرهنګي تنوع یا رنګارنګۍ له ترویج سره مرسته کوي.
یو شمیر ادیبان او کره کتونکي بیا د فرهنګي تنوع په برخه کې د ژباړې تر څنګ د ادبي څېړنې په مهموالي هم ټینګار کوي، چې دا دواړه کلتوري او انساني ارزښتونه سره نښلوي.
د دې ورځې له نمانځلو هدف د فرهنګي رنګارنګۍ درونای او د سولې او دوامدار پرمختګ په موخه د بېلابېلو ملتونو، ولسونو او کلتورونو تر منځ د خبرو اترو او تفاهم دود پراخېدل دی.



