«له پولیو د پاک افغانستان» بنسټ په ټول هېواد کې د پولیو واکسیناسیون د کمپاین د ترسراوي خبر ورکړی دی.
دغه بنسټ نن چهارشنبې پر خپله اېکس پاڼله لیکلي،چې د دغه واکسین کمپاین به د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په ټول هیواد کې ترسره شي.
دغه سازمان د هغو ماشومانو د شمېر په تړاو جزئیات نه دي ورکړي چې په پام کې ده واکسین شي.
د واکسیناسیون مخکینی کمپاین تېره میاشت په ټول هیواد کې ترسره شو، چې له پنځو کلونو کم عمر لرونکي ۱۱.۶ میلیونه ماشومان په کې واکسین شول.
د یادونې وړ ده، چې د پولیو لومړۍ مثبته پېښه په ۲۰۲۵ م کال کې په غور ولایت کې ثبت شوه.
افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دي،چې تر اوسه د ګوزڼ یا پولیو ناروغي په کې له منځه نه ده تللې.



